انصار: (د لړم ۷مه)، د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ پای لوبه کې افغان الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه او دغه ستره بریا یې په خپل نوم کړه.
افغان لوبډلې په دې لوبه کې د صدیق اتل په زړه پورې توپوهنې سره دغه اتلولي خپله کړه.
سریلانکا لومړی توپ وهنه وکړه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.
افغانستان لپاره بلال سمیع ۳ او غضنفر ۲ سریلانکایي لوبغاړي وسوزول.
افغان لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوزېدو یاد هدف پوره او اتلولي خپله کړه.
صدیق اتل تر نورو ډېرې ۵۵ منډې ترسره کړې، کریم جنت ۳۴ او لوبډلمشر درویش رسولي ۲۵ منډې ترسره کړې.
صدیق اتل د ټورنمنټ د زیاتو منډو جوړونکي مقام هم لري، چې ټولې ۳۶۸ منډې ترسره کړې.
د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د دې جام اتلولي ګټي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34111